News

د پاکستان د دفاع وزیر افغانستان د ټولو ترهګریزو پېښو سرچینه بللې ده

خواجه محمد آصف د مارچ۲۷مه پر خپلې ایکس پاڼې ادعا کړې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې ده. نوموړي د افغانستان پر حاکم حکومت تور پورې کړی دی، چې په افغانستان کې د وسله‌والو له...

Read More

فراه ولایت کې په مخدره موادو د روږدو کسانو د راټولونې پروکرام پیل شو

د دغه پروګرام په لومړي پړاو کې ۸۵ تنه د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته وړل شوي دي. د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري وايي، د دې پروګرام په بهیر کې به له فراه...

Read More

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي، د افغانانو لپاره وړیا کورسونه پیلوي

دغه سفارت پرون پر خپل ایکس شبکې لیکلي چې لوړو زده کړو ته د افغانانو د لاسرسي د ملاتړ د پروګرام له لارې په سوداګرۍ، معلوماتي ټېکنالوژۍ، ساینس، روغتیا او حقوقو کې روزنیزې دورې پیلوي. د سفارت له  قوله...

Read More

د موسمې ستونزو له کبله د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون ځنډول شوی دی

له پولیو څخه د پاک افغانستان پروګرام د سه شنبې په ورځ (فبروري ۲۷) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې د افغانستان په ډیرو سیمو کې د پولیو واکسیناسیون روان دی، خو د واورو، باران او یخې هوا...

Read More

د لوړو زده کړو وزارت پر خصوصي پوهنتونونو مالیه کمه کړې ده

د لوړو زده‌کړو وزارت وياند حافظ ضياالله هاشمي په ټويټر کې راغلي دي چې د دوې مشر تابه په ١٤٠٢ مالي کال کې د خصوصي پوهنتونونو ۴ سلنه مالیه کمه کړې ده. هاشمي دا اقدام له خصوصي پوهنتونونو سره...

Read More

د ايران د روغتيا وزارت مسوولانو د افغانستان د خوړو ملي ادارې سره د همکاري ژمنه کړې ده

د باختر اژانس د راپور له مخې د روغتیا وزارت د خوړو او درمل ملي ادارې د مشر، ډاکتر عبدالباري عمر په مشرۍ یو پلاوي په ایران کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت له مرستیال او د نړیوالو...

Read More

په ننګرهار کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو ترانه ویونکی نېولی دی

د خوش نصیب په نوم دغه کس په دې تور نیول شوی چې ترانې یې د سندرو په بڼه ویلې. دا خبره د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر په خپل ټوېټر شنبه ناوخته لیکلې ده. د مهاجر...

Read More

د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د پاپ فرانسیس څخه غوښتي دي چې د سولې د پلان ملاتړ وکړي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې زیلنسکي د نړۍ د کاتولیک عیسویانو له مشر پاپ سره د شنبې په ورځ په ایټالیا کې کتلي. په دې کتنه کې پاپ فرانسیس د هغو کوچنیانو په بېرته ستنېدو کې...

Read More

افغان سوداګرو له جینايي پلاوي څخه د ویزې د ورکړې په برخه کې د ستونزو د هواروي غوښتنه کړې ده

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره هیئت غړی خان جان الکوزی په خبره، افغانستان ته له ورغلي چینایي پلاوي څخه غوښتنه شوې ده چې چین ته د افغان سوداګرو د ویزې ستونزه دې ژر تر...

Read More

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره یا اوچا وايي چې په ننګونکي چاپیریال کې میلونونو افغانانو ته مرستې رسوي

اوچا پرون په یو ټویټ سره د بشري مرستو په رسونه کې د نادولتي کورني او نړیوالو موسسو د هڅو ستاینه کړې او د دې ډول مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی دی. که څه هم اوچا وايي، افغانستان...

Read More

ډبلیو ایچ او: افغان کورنۍ بايد خپل ماشومان د پوليو پر وړاندې پرله‌ پسې واکسين کړي

د روغتيا نړيوال سازمان یا ډبلیو ایچ او پرون په یوه ټویټ کې ویلي: “په هر کمپاین کې ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکولو سره کولای شو د پولیو وایروس د خپرېدو مخه ونیسو.” د دغه سازمان...

Read More

د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له روسیې سره د خپل حکومت د سیاسي اړیکو د پراخېدو خبره کړې ده

د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، متقي پرون کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژینروف سره په کتنه کې دا څرګندونې کړي. نوموړي لیکلي، دغو لیدو کتو کې د افغانستان او...

Read More

د ا.ا چارواکي وايي چې د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې یې د لسګونو امریکایي وسلو د قاچاق مخه نېولې ده

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خبره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، دېرش میله چره یي وسلې چې په یوه موټر کې بار وې، د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې نیول شوي دي. د هلمند...

Read More

د کاسو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي د هاګ نړیوالې محکمې ته: زه بې ګنا یم

هغه پرون دا څرګندونې هغه نړیوال قضايي هیئت ته وکړې چې د جنګي او بشر ضد جنایتونو د لسو مواردو په اړه د ده د محاکمې لپاره راغونډ شوي وو. تاچي د خپلو مدافع وکیلانو د پرانیستونکې وینا په...

Read More

یوناما افغانستان کې له خپلو شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکو څخه غوښتي دي چې په را روانو دوو ورځو کې دې خپلو دفترونو ته نه‌ځي

دې ادارې دا اعلان وروسته له هغه کړی دی چې ا.ا د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز تمدید کړ. د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند ستیفان دوجاریک پرون ماښام په نیویارک کې د ملګروملتو په مقر...

Read More

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره یې یوازې ۵ سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده

د اوچا په وینا افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له ستر او سخت بشري بحران سره مخامخ هیواد دی خو دوی د روان ۲۰۲۳ م کال بشري مرستو لپاره یوازې ۵ سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده. دې ادارې...

Read More

سلیم دراني د هند د کرېکټ یو پخوانی لوبغاړی چې په خټه افغان و، د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو

د هند بېلابېلو ورځپاڼو له هغې ډلې هندوستان ټایمز د یکشنبې په ورځ د کرېکټ د دغه پخواني ستوري د مړینې خبر ورکړی دی. ښاغلی دراني په کابل کې زېږېدلی و او د ۱۹۶۰ تر ۱۹۷۰ لسیزې په ترڅ...

Read More

په بلخ کې د ا.ا امنیتي چارواکي وایي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر هغه کارکوونکی یې نیولی چې یو ټکسي چلونکی یې په څپېړه وهلی و

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند اصف وزیري یکشنبه ناوخته رسنیو ته ویلي، دغه محتسب د اړوند ارګان له کړن‌لارې سرغړونه کړې او د قانون منګولو ته وسپارل شو. په ټولنیزه رسنیو کې يو وډیو لاس پر لاس کیږي...

Read More

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د بېړنۍ بودیجې غوښتنه کړې ده

 دا اداره وایي، که د روان اپرېل تر پایه ۹۳ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته ترلاسه نه کړي نو ښايي په افغانستان کې له زیانمنونکو سره یې مرستې ودرویږي. د ډبلیو اف پي مشر ډېوېډ بېسلي ویلي دي چې له...

Read More

هندي رسنیو د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د یو سېک سوداګر د وژلکېدو خبر ورکړی دی

د راپورونو پر بنسټ د دغه سوداګر نوم ډایال سېنګ ښودل شوی چې تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه له ماسپښین وروسته درې نیمې بجې د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو سره ووژل شو. د هندي رسنیو د...

Read More

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تر اوسه د پاکستان له زندانونو نه تر زرو ډېرو افغانانو ازادېدو خبر ورکړی دی

یاد وزارت د مارچ په ۳۱مه په یو لړ ټویټونو کې ویلي دي چې یوازې په همدې ورځ ۱۷ افغانان له ازادېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. دا وزارت همدارنګه په پاکستان کې...

Read More

د ا.ا له بنده د مدني فعال ‘مطیع الله ویسا’ د ژر ازادېدو غوښتنه شوې ده

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي د ا.ا له بنده د مدني فعال او د قلم لار ټولنې د مشر مطیع الله ویسا د ژر تر ژره ازادېدو غوښتنه کړې ده ریچارد بېنيټ...

Read More

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف په لغمان ولایت کې سلګونو کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابر کړي دي

یونېسف پرون یکشنبې په یو ټویټ سره لیکلي دي چې د سویډن د نړیوالې پراختیا د ادارې په مرسته یې په دې ولایت کې درې زره کورنیو ته د څښاک پاکې او دوامداره اوبه برابرې کړې دي. د یونېسف...

Read More

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې قابله‌ګانو ته د مسلکي زده کړو د پروګرامونو د پیلېدو خبر ورکوي

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ټویټ له مخې، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې دغه رزونیز پروګرامونه د هغو قابله‌ګانو لپاره دي چې مسلکي زده کړې نه‌لري او هدف یې دا دی چې په دې سیمو کې ښځې...

Read More

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د برښنا شارټۍ له امل یو کس مړ شوی دی

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې، دا پېښه تېره ورځ ناوخته د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. ویل کیږي پېښه د مسجد د برښنا د...

Read More

په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان بېرته کابل ته ستانه شول

دغه کوچنیانو چې ځینې یې سوځېدلي وو او ځینې یې د هډوکو بېلابېلې ناروغۍ لرلې د یو کال په ترڅ کې جرمني هېواد کې  تر درملنې لاندې نیول شوي دي. دا ماشومان افغاني سرې میاشتې د سولې کلي په...

Read More

په لندن کې د لومړي ځل لپاره تېر ماښام د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له کبله په واټونو کې په زرګونه څراغونه بل شوي وه

د برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د راپور له‌مخې، دا لومړی ځل دی چې په یو اروپایي ښار کې د روژې په مناسبت د دېرش زره څراغونو په بلېدو سره داسې ننداره ترسره کېږي. دا نوښت د یوه غیر انتفاعي سازمان...

Read More

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور به د درې اوونیو په ترڅ کې کانګرس ته وړاندې کړي

دا خبره انتوني بلېنکن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سنا یوې استعمایه غونډې ته د چهارشنبې په ورځ کړې ده. په روانه اوونۍ کې د جمهوري غوښتونکو مشر، استازو جرګې ته د وینا پر مهال د بهرنیو...

Read More

د چین ولسمشر د روسیې درې ورځنی سفر د څو هوکړه لیکونو له لاس‌لیکولو سره پای ته ورساوه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شي جین پنګ سفر بریالی او ګټور وګڼی او  دا يي د مسکو او پیکنګ تر منځ د همکاریو د نوی فصل پيل یاد کړ. په ورته وخت کې د امریکا د متحده‌ایالتونو...

Read More

نن د روژې میاشتې لومړۍ ورځ ده

د سعودي عربستان د سترې محکمې اعلان وروسته نن په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده. په افغانستان، متحده‌عربي اماراتو، مصر، کویټ، بحرین، لبنان او یو شمېر نورو  هېوادونو کې د روژې لومړۍ ورځ...

Read More

د ملګرو ملتونو سرمنشي یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی دی

‍ انټونیو ګوټېرېش پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په انګړ کې د ښځو په ګډون یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له تولنیز ژوند څخه څنډې ته شوي او...

Read More

کابل ښار کې د ښځو ځانګړی کتابتون د ا.ا د ګواښونو له کبله تړل شوی دی

د دې کتابتون مسؤلانو رسنیو ته تایید کړې ده چې د ا.ا د امنیتي مامورانو د پرله پسې امنیتي ګواښونو له کبله د کتابتون بندولو ته اړ شوي دي. ښځو ته دا ځانګړی شوی کتابتون کابو اوه میاشتې مخکې...

Read More

لټونکې ډله وايي تېره اونۍ د روهېنګیايي کډوالو کمپ ته په لوی لاس اور اچول شوی و

دې ډلې د نړۍ په تر ټولو لوی کډوالو کمپ کې د تېره اونۍ لګېدلی اور ‘ هدفي ورانکارۍ بللې ده. ‘ بنګله دېش کې تېره اونۍ د دې اورلګېدنې له کبله نژدې ۱۵۰۰۰ روهېنګیايي کډوال بې کوره شوي او...

Read More

د داعش خراسان څانګې په مزار شریف ښار کې پر تبیان کلتوري مرکز د برید مسولیت منلی دی

اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې تړلې وېبپاڼې (اعماق) کې ویل شوي دي، د مزار شریف ښار په کلتوري مرکز چاودنه چې هدف یې خبریالان او شعیه ګان وو، د دوی کار دی. پر تبیان فرهنګي مرکز تر برید دوې...

Read More

د خبريالانو فدراسيون او يوناما، بلخ کې پر خبريالانو پرونی برید غندلی دی

یوناما پرون پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دی، په مزار شریف کې دا تازه پېښه د منلو وړ نده او باید چې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او افغان خبریالان چې له ځانه یې لویه زړورتیا ښودلې خوندي کړای شي....

Read More

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر ملي ډيالوګ ټينګار کړی دی

د ښاغلي کرزي د دفتر په یو اعلامیه کې راغلي دي چې پخواني ولسمشر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې رافائلا یودیچه سره پرون په کتنه کې د هیواد لپاره په دایمي سولې او ثبات خبرې کړي...

Read More

د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ایران نهه سوه افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي دي

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل رسنیو ته ویلي دي چې تمه ده نور افغان زندانیان به هم له ایرانه افغانستان ته ولېږدول شي. په تېرې یوې اونۍ کې د زندانیانو وروستۍ ډله چې شمېر...

Read More

د راپورونو پر بنسټ مزار شریف کې د یوې خبرې غونډې پر مهال چاودنه شوې ده

ویل کیږي چاودنه د دې ښار دویمې امنیتي حوزې ته اړوند په یوې غونډې کې چې خبریالانو، دیني عالمانو، او سیمه ییزو حکومتي مسوولانو هم ګډون کړی و، شوې ده. په پېښه کې د مرګ ژوبلې په هکله کره...

Read More

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک غواړي د یو نوي قانون له مخې برتانیا ته په کوچنیو کښتیو کې د راغلیو پنا غوښتونکو د پنا غوښتنې مخه ونیسي

د هغه قانون له مخې چې راتلونکې اونۍ ته به اعلان شي، هر هغه څوک چې بریتانیا ته په کوچنیو کښتۍ کې راځي، رواندا ته استول کیږي. د ښاغلي سوناک په وینا: د “کښتیو درول” یې له پنځو لومړیتوبونو...

Read More

د کراچۍ له مرکزي زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغانان ازاد شوي دي

په کراچۍ کې د افغانستان قونسولګرۍ وايي، دا افغانان به د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي. تېره اونۍ هم د کراچي له زندانونو د ۱۷۰ تنو افغانانو د ازادېدو او بېرته افغانستان ته یې د ستنېدو خبر...

Read More

ایراني ځواکونو د نشه یي توکو د قاچاق په تور د دوو افغانانو د نېولو خبر ورکړی دی

د ایرني رسنیو د راپورنو له مخې دا افغانان د دوغارون په ګمرک کې ایران ته د ننوتلو پر مهال د پنځلس کیلو ګرامه مخدره موادو سره نیول شوي دي. د دوغارون د ګمرک مدیر وایي، تورنو کسانو غوښتل...

Read More

د پوهنتون دوه استادان اسماعیل مشعل او اسماعیل رحماني د ا.ا له بنده په ضمانت ازاد شوي دي

ښاغلي مشعل په کابل کې په یوه لاسي ګاډۍ کې د زده ګړو د مخنیوي پر ضد  د خپل اعتراض د څرګنونې لپاره کتابونه ګرځول او په وړیا توګه یې خلکو ته ډالۍ کول چې د ا.ا د امنیتي...

Read More

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو د روان وضعیت په اړه به د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دا خبرې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د نامناسب چلند په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي دي. ښاغلي پرایس زیاته کړې چې متحده‌ ایالات په دې هکله...

Read More

په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو امر کړی دی

عمران خان په دې تورن دی چې د واکمنۍ پر مهال یې دولتي ډالۍ په پټه پلورلي دي. د اسلام اباد د محکمې د قاضي په وینا، له عمران خان څخه څو ځلې غوښتل شوي وه چې محکمې ته...

Read More

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې نهه ملیون وګړي د زده‌کړې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري

اوچا په یو ټویټ کې لیکلي، سږ کال درې ملیونه او یو لک کسان په پام کې نیول شوی چې د زده‌کړې لپاره یې څه باندې ۲۱۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده. اوچا وايي، په کورنیو ټولګیو کې د...

Read More

په کابل کې د ا.ا د ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي او یو يې ژوندی نیول شوی دی

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله م جاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا عملیات تېر ماښام د خیرخانې مېنې په ذاکرین ښارګوټي کې تر سره شوي دي. د ښاغلي م جاهد د ادعا له مخې د داعش دغو غړو  ورانکاره...

Read More

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تهران کې د ا.ا حکومت ته د افغانستان د سفارت په سپارولو کې دخیل نه دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: چې په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل او لېږد د افغانستان کورنۍ مسله ده او د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې قضیه کې هیڅ ډول...

Read More

د ایران حکومت افغانستان ته د تېلو د صادراتو جواز د دوو نورو میاشتو لپاره غځولی دی

د ایران دولتي اژانس د راپور له مخې له ایرانه افغانستان ته د تېلو د صادرولو جواز د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغان سوداګرو په غوښتنه تمدید شوی دی. افغانستان لا هم خپل ډېری سوند...

Read More

د والیبال په لوبو کې افغان ملي لوبډلې مالدیپ ته ماتې ورکړه

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د څلورو ملتونو جام په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه درې د صفر پر وړاندې له مالدیپ څخه وګټله. دا په روانو سیالیو کې د افغانستان پرله پسې درېیمه بریا ده. افغان لوبډلې په...

Read More

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د صادراتو د کچې د لوړېدو خبر ورکړی دی

 د دغه وزارت په وینا اوس مهال د افغانستان صادرات یو میلیارد او شپږ سوه میلیون ډالرو ته رسېدلي او د کال تر پایه به لا هم ډېر شي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر...

Read More

ا.ا وايي د تورخم دروازه د هر ډول تګ-راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده

د افغانستان په ختیځ کې د تګ راتګ دغه دروازه له نژدې یوې اونۍ تړل کېدو وروسته، یو ځل بیا د خلکو او سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوه. د تورخم کمیساری مولوي محمد صدیق خالد وايي، له پاکستاني...

Read More

د امریکا متحده ایالت پر ځینو روسي شرکتونو، بانکونو، تولیدوونکو او اشخاصو تازه بندیزونه لګولي دي

دغه بندیزونه د دې لپاره لګول شوي چې دغو شرکتونو او اشخاصو د روان کال په لومړیو کې د لګول شویو بندیزونو څخه د روسیې په ژغورنې کې مرسته کړې وه. دا څووم وار دی چې پر اوکراین د...

Read More

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې دي باید ښځې د ښځو تر څنګ ودرېږي

اوچا په یوه لنډه اعلامیه کې یو وار بیا د ا.ا له لورې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله نیوکي کړي دي. دغې ادارې همدارنګه زیاته کړې چې ښځې په نادولتي موسسو کې...

Read More

په لنډن کې افغان او اوکرایني پناه غوشتونکو ته نوي استوګنځي جوړیږي

د لندن ښاروال په دغه ښار کې د افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې د ۶۰۰ کورونو د جوړولو خبر ورکړی دی. راپورونه وايي، دغه پروګرام به د ۲۰۲۴م کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې دوام کوي....

Read More

د ترکیې په هغو سیمو کې یو ځل بیا تېر ماښام شدیدي زلزلې شوي چې دوه اونۍ مخکې مرګونې زلزلې ځپلې وې

د تېر ماښام زلزله چې په ځایي وخت ماخوستن اته بجې وشوه د ریښتر په کچه ۶،۴ بلل شوې ده. دغې زلزلې د ترکیې انتاکیا سیمه لړزولې او په سوریه، مصر او لبنان کې يې هم ټکانونه حس شوي...

Read More

يونېسف د ماشومانو لپاره د ۲۵۰مليون ډالرو مرستې غوښتنه کړې

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یا یونېسف له زیانمنونکو ماشومانو سره د مرستې او د لوږې د مخنیوي لپاره د ۲۵۰ میلیون ډالرو بې‌سارې مرستې غوښتنه کړې ده. دا مرستې د افغانستان په ګډون د ۱۹ هېوادونو لپاره...

Read More

په لسګونه کسان د برازیل د ساو پاولو ایالت په دوو ښارونو کې د ورستیو طوفانونو له کبله مړه شوي دي

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په وینا، تر اوسه د مړو شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی. په سېلابونو او د ځمکې ښویېدو په پېښه کې د مړو شمېر ښايي تر دې هم لوړ شي. د دغه سیلابونو له کبله...

Read More

نن د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

 د پولیو ضد دا کمپاین د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې تر سره کیږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف له ټولو کورنیو غوښتي دي چې له پنځو کلونو خپل کم عمره ماشومان د...

Read More

برازیل وايي، پر خپل هغه پخوانۍ پرېکړې ولاړ دی چې له مخې یې اوکراین ته به د ټانکونو مهمات نه لېږدوي

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ماورو وییرا پرون جمعه د مونشن په امنیتي کنفرانس کې یو ځل بیا په خپل هغه پرېکړې ټینګار کړی دی چې اوکراین ته به دغه مهمات نه لېږدوي. هغه زیاته کړه، هېواد...

Read More

اوچا وايي، په افغانستان کې د درې کالو پرله پسې وچکالیو له کبله خورا ډېر خلک اغېزمن شوي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ۲۰۲۲م کال وچکالۍ د څښاک اوبو ته د کورنیو اړتیا ۷ سلنه ډېره کړې او د هغو کورنیو په شمېر کې...

Read More

منيزه کاکړ په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافعې وکیله وايي د دغه هیواد له زندانونو څخه له۱۷۰ډېر افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي

دغه بندیان د پاکستان د سند ایالت د کراچې او حیدر اباد له زندانونو څخه پرون چهارشنبې بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي. د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړې او د دغو افغانانو مدافعې وکیلې منیزه کاکړ رسنیو ته...

Read More

په ترکیه کې د افغانستان د سفارت چارواکي له زلزله ځپلو افغانانو سره د لاس‌نیوي لپاره د انلاین معلوماتي ډېټابیس جوړونې خبر ورکړي دی

په انقره کې افغان قونسل پسرلی حکیمي وایي، مرستو ته اړ کسان په دغه ډېټابیس کې نوم‌لیکنه کولای شي او سربېره پر دې د دوی د سفارت له شمېرو سره اړیکه هم نیولای شي. نوموړي د مرستو په برخه...

Read More

د ا. ا یوه چارواکي ویلي، د پسرلي او نوي تعلیمي کال له پيلېدو سره به د نجونو تعلیم او تحصیل بېرته پیل شي

د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مسوول عبدالحق حماد رسنیو ته ویلي، د دغه هدف لپاره د جوړو شویو کمېټو چارې ګړندۍ شوي دي. که څه هم د ا.ا د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو تر...

Read More

بدخشان کې سيند ته د تېلو د يو ټانکر د غورځېدو په پېښه کې دوه کسان ورک شوي دي

د راپورونو له مخې دغه پېښه د بدخشان په شغنان ولسوالۍ رامنځته شوې ده. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، معزالدین احمدي پرون ماښام رسنیو ته وویل، چې د تېلو دغه ټانکر تېر مازیګر د واورې ښویېدو له...

Read More

د ملګرو ملتونو څېړونکي وايي سیف العدل د القاعده شبکې نوی مشر ټاکل شوی دی

دغه څېړونکي وايي، د ملګرو ملتونو د ډېری غړو هېوادونو حکومتونه پر دې باور دي چې د دې ډلې نوی مشر (سیف العدل) پخوا د القاعده شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن د ساتونکو مشر و. دغو کارپوهانو د...

Read More

پاکستان په بهرني هیوادونو کې افغان اتباعو ته د وېزو په ورکړي بندېز لګولی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې افغان اتباعو ته د پاکستان د ویزو په ورکولو بندیز لګول شوی دی. رسنیو ته د دغه وزارت لاسته راغلي مکتوب کې برېتانیا، هسپانیا، ایټالیا،...

Read More

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړېدو خبر ورکړی دی

هغه ویلي اوس مهال تر ډېره خوراکي مواد، غوړي او ساختماني مواد له روسیې واردوي ځکه روسیې له افغانانو سره د سوداګرۍ شرایط نرم کړي دي. ښاغلي الکوزي زیاته کړې چې په ۲۰۲۲ کال کې زموږ تجارت له روسیې...

Read More

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په شارجه سټډیوم کې د افغان او پاکستاني ننداره‌چیانو ځایونه به سره جلا شي

د پاکستان جنګ او جیو ټي وي راپور ورکړی چې د شارجې د سټډيوم مسوولینو دوی ته تاییده کړې چې د افغان او پاکستاني ننداره چیانو د احتمالي شخړې د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده. تر اوس...

Read More

د ترکیې ولسمشر وايي، د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلو ودانیو سربېره، نورې لکونه ودانۍ هم د اوسېدو وړ نه دي

رجب طیب اردوغان پرون شنبه د فبرورۍ په ۱۱مه د دیاربکر د زلزلې ځپلې سیمې څخه د لیدنې پر مهال د دغې سیمې د اوسېدونکو سره د خبرو په ترڅ کې رسنیو ته ویلي: “د هغو ودانیو سربېره چې...

Read More

په افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې وزارت، په هیواد کې څه باندې شلو ولایتونو کې له دوو ورځو راهیسې د واورو او بارانونو د دوام خبر ورکړی دی

د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په یوه پیغام کې د ځینو خلکو د زیانمنېدو او د کورونو ورانېدل هم تایید کړي دي. رحیمي ویلي: “د واورې ښووېدنې له امله د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې یو...

Read More

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافېرې ویلي، افغان نجونې د ساینسي علومو له زده کړو محرومې شوي دي

کرن ډیګر دا خبرې پرون د فبرورۍ په ۱۱مه د ‘ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو’ د نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي. نوموړې پرون په خپل ټویټر کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم د غړو...

Read More

د ترکیې او سوریې په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۲۴ زرو ته رسېدلی دی

ترکیه او سوریه کې د تېرې اوونۍ ځواکمنه زلزله کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر اوس نږدې ۲۴زرو تنو اوښتی دی. په دوی کې تر۲۰۲۰۰ ډېر ترکیه او پاتې څه باندې ۳۵۰۰ سوریه کې وژل شوي دي....

Read More

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ریلګاډۍ پټلۍ له لس ورځو بندېدو وروسته بېرته پرانیستل شوه

د اوسپنې پټلۍ د ادارې چارواکو خبر ورکړی چې پنځوس ډبې تجارتي مالونه پرون د حیرتان بندر له لارې په ریلګاډي کې افغانستان ته وارد شول. د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سلواغې په ۱۲مه په خبرپاڼه کې...

Read More

د امریکا متحده‌ایالاتو او د قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي دي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، محمد بن عبدالرحمن د قطر د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته د سفر پر مهال پرون له خپل امریکايي سیال انټوني بلېنکن سره د کتنې په ترڅ کې...

Read More

والسټریټ ژورنال وايي روسيه او ايران د بې‌پيلوټه الوتکو د توليد پلانونه پر مخ وړي

روسیه او ایران غواړي په ګډه، روسیه کې د ایران تولید شاوخوا شپږ زره، هغه بې ‌پیلوټه الوتکو په جوړلو پیل وکړي چې مسکو په اوس وخت کې ورڅخه د اوکراین په جګړه کې کار اخلي. دا خبر پرون...

Read More

UNHCR د خوست او پکتیا ولایت له زلزله ځپلو سره ژمني مرستې کړي دي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، UNHCR وایي، په پکتیا او خوست ولایتونو کې یې د سرطان میاشتې ویجاړونکې زلزله ځپلو ته ګرمې سرپناوې برابر کړي دي. د افغانستان لپاره د UNHCR څانګې پرون په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي،...

Read More

اوچا: افغانستان لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، سره له‌دې چې مرستندویه ادارو تېر۲۰۲۲کال،په افغانستان کې ۲۵،۳ ملیون وګړو ته مرستې رسولي خو اوس هم ډېرو مرستو ته اړتیا شته. اوچا پرون په یوه ټویټ کې...

Read More

WHO: هر افغان ماشوم بايد د پوليو یا ګوزڼ ضد واکسين شي

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي،د پولیو له منځوړلو لپاره مهمه ده چي په افغانستان کې کوچني ماشومان په هره دوره کي واکسین شي. WHO پرون په یوه ټویټرپانه کې ویلي، پولیو یوه وژنکي ناروغي ده خو یوازې...

Read More

د ا . ا چارواکي: نیمروز کې تېره اوونۍ نږدې ۸۰۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي

ویل کیږي دغه افغانان د ورېښمو له لارې افغانستان ته اوښتي دي.  دغو  کډوالو افغانانو سره، د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام له خوا د خوراکي توکو او پیسو مرستې هم شوي دي. د ا. ا له بیا...

Read More

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکوي چې له کندهاره دوبۍ ته مخامخ الوتنې پيل شوې دي

دغه وزارت پرون شنبه ناوخته د یو خبر پاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د کام ایر شرکت لومړنۍ الوتنه د کندهار له احمدشاه بابا هوایي ډګره ، دوبۍ ته وشوه. سعودي عربستان ته هم له‌دې هوايي ډګره پروازونه...

Read More

شهباز شریف: د پیسو نړیوال صندوق اسلام اباد ته د پور ورکولو لپاره سخت شرایط ایښې دي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ وویل چې د پیسو نړیوال صندوق اسلام اباد ته د پور د ورکړې لپاره له تصوره دباندې سخت شرایط ایښې دي، خو له منلو پرته بله لاره نه شته. شهباز...

Read More

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د ا.ا له لورې د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل نیول غندلي او د هغه د ژر تر ژره ازادېدو غوښتنه کړې ده

د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان د برخې څېړونکې سحر فطرت رسنیو ته وویل چې له نږدې یو نیم کال راهیسې د ا.ا له لوري په افغانستان کې مدني اعتراضونه ځپل کېږي. فطرت وايي: ا.ا د پوهنتون...

Read More

مایکل مک‌کال وايي، له افغانستانه د امریکایي سر تېرو له وتلو سره دې هیواد کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مک‌کال دا څرګندونې په واشنګټن کې د استازو جرګې ته د افغانستان د پخوانۍ سفیرې رویا رحماني د بلنې په مناسبت کړې دي. د استازو جرګې د بهرنیو...

Read More

د چک پوځ پخوانی مشر پیټرپاول د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پخواني صدراعظم اندرې بابیش ته ماتې ورکړه

پیټرپاول د لوېدیځ ملاتړی دی او له اوکراین سره د مرستې ننګه کوي. ده تېره شپه په پلازمېنه پراګ کې خپلو پلویانو ته وویل: “زه یوازې له هغو کسانو څخه نه چې ماته یې رایه راکړې، له هغو څخه...

Read More

د سالنګ لویه لاره د درنې واورې له امله د لویو موټرو پرمخ تړل شوې ده

له پېښو سره د مبارزې د وزارت چارواکو تېره شپه ناوخته رسنیو ته وویل چې په سالنګونو کې یوازې کوچني موټرونه کولای شي تګ راتګ وکړي. د هوا پېژندنې د یو شمېر نړیوالو ادارو له اټکل سره سم نن...

Read More

د افغانستان بانک پر سوداګريزو بانکونو د سل مليونه نوي بانک ‌نوټونو د وېش خبر ورکړی دی

پرون چهارشنبه د دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شمېر نویو افغانیو کې د لسو، شلو، پنځوسو او سلو افغانیو بانک ‌نوټونه شامل دي. د افغانستان بانک په خبره، د نویو بانک‌نوټونو په بدل کې سل...

Read More