ایراني ځواکونو د نشه یي توکو د قاچاق په تور د دوو افغانانو د نېولو خبر ورکړی دی

ایراني ځواکونو د نشه یي توکو د قاچاق په تور د دوو افغانانو د نېولو خبر ورکړی دی

د ایرني رسنیو د راپورنو له مخې دا افغانان د دوغارون په ګمرک کې ایران ته د ننوتلو پر مهال د پنځلس کیلو ګرامه مخدره موادو سره نیول شوي دي.

د دوغارون د ګمرک مدیر وایي، تورنو کسانو غوښتل لس کیلوګرامه تاریاک او شاوخوا څلور کیلوګرامه چرس ایران ته ولېږدوي.

ایران یو له هغه هېوادونو دی چې د مخدره موادو قاچاقچیانو ته په کې سختې سزاګانې ان د اعدام تر کچه ورکول کیږي.

تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ یو بل افغان تبعه هم د جاسوسۍ په تور د مازندران په زندان کې اچول شوی و.