په کابل کې د ا.ا د ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي او یو يې ژوندی نیول شوی دی

په کابل کې د ا.ا د ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي او یو يې ژوندی نیول شوی دی

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله م جاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا عملیات تېر ماښام د خیرخانې مېنې په ذاکرین ښارګوټي کې تر سره شوي دي.

د ښاغلي م جاهد د ادعا له مخې د داعش دغو غړو  ورانکاره فعالیتونه تر سره کول.

که څه هم ا.ا د داعش ډله په افغانستان کې کوم ګواښ نه ګڼې، خو په دې وروستيو کې يې د کابل په بېلابېلو برخو کې د داعش وسله‌والو پر پټن‌ځايونو عمليات کړي دي.