ا.ا وايي د تورخم دروازه د هر ډول تګ-راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده

ا.ا وايي د تورخم دروازه د هر ډول تګ-راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده

د افغانستان په ختیځ کې د تګ راتګ دغه دروازه له نژدې یوې اونۍ تړل کېدو وروسته، یو ځل بیا د خلکو او سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

د تورخم کمیساری مولوي محمد صدیق خالد وايي، له پاکستاني چارواکو سره یې د دغې دروازې د بېرته پرانیستل کېدو په اړه خبرې کړې وې.

د شاغلي خالد په وینا: له پاکستاني چارواکو سره تر جلسې وروسته دا پرېکړه وشوه چې دروازه به پرانیستل کېږي او د راتلونکې لپاره ستونزې نه رامنځ‌ته کېږي.

په دې ناسته کې د ترانزیت او سوداګریزو مالونو د لېږد په اړه هم خبرې شوې دي.

د راپورونو له مخې د تورخم دروازې له لارې هره ورځ له نهو میلیونو تر ۲۵ میلیونو افغانیو عواید د حکومت خزانې ته ور ډېریږي.

د خلکو او سوداګریزو مالونو پر مخ وخت ناوحت د تورخم او سپین بولدک دراوزو تړل کېدل د دې سبب کیږي چې خلک او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ شي.