افغاني سرې میاشتې ۲۵ په زړه سوري ماشومان د کابل روغتونونو ته معرفي کړي دي

افغاني سرې میاشتې ۲۵ په زړه سوري ماشومان د کابل روغتونونو ته معرفي کړي دي

سرې میاشتې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دې ناروغانو د تداوۍ لګښت یې په غاړه اخیستی دی.

دغه خیریه بنسټ ادعا کړې چې په تېر څه باندې یو نیم کال کې یې نژدې ۳ زره هغه ماشومان چې د سوري زړه ناروغي یې لرله په کورنیو روغتونونو کې بستر کړي دي.

په تېر جمهوري نظام کې به ډېری وخت د سوري زړه ناروغ کوشنیان د درملنې لپاره جرمني ته استول کېدل.