د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک غواړي د یو نوي قانون له مخې برتانیا ته په کوچنیو کښتیو کې د راغلیو پنا غوښتونکو د پنا غوښتنې مخه ونیسي

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک غواړي د یو نوي قانون له مخې برتانیا ته په کوچنیو کښتیو کې د راغلیو پنا غوښتونکو د پنا غوښتنې مخه ونیسي

د هغه قانون له مخې چې راتلونکې اونۍ ته به اعلان شي، هر هغه څوک چې بریتانیا ته په کوچنیو کښتۍ کې راځي، رواندا ته استول کیږي.

د ښاغلي سوناک په وینا: د “کښتیو درول” یې له پنځو لومړیتوبونو څخه یو دی.‌

هغه همدارنګه د بریتانیا د کابینې له وزیرانو غوښتې دي، هر هغه څوک چې بریتانیا ته راځي باید په ډېر نژدې “منطقي عملي ډول” له دې لارې بېرته یې واستوي.

په پام کې ده چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره سویلا برېورمن نوی قانون د سې شنبې په ورځ معرفي کړي.

خو د ښاغلي ریشي د پنا غوښتنې د مخنیوي دا طرح د بریتانیا د سرې میاشتې له خوا چې یوه بشر دوستانه خیریه ټولنه ده اندېښنموونکې بلل شوې ده.