په هند کې د افغانستان قونسل جنراله ذکیه وردګ له ۲۵ کیلوګرامه سره زر سره نیول شوې ده

په هند کې د افغانستان قونسل جنراله ذکیه وردګ له ۲۵ کیلوګرامه سره زر سره نیول شوې ده

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د هند د استخباراتي چارواکو له قوله نن لیکلي، چې ذکیه وردګ د ۲۵ کیلو ګرامو سره زرو سره چې معادل د ۱۸،۷ کروړه هندي کالدارې کیږي،هغه مهال ونیول شوه چې غوښتل یې له دوبۍ څخه هندوستان ته ستنه شي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې پېښه د اپریل په ۲۵مه رامنځته شوې او  پولیسو د ذکیې وردګ پر ضد د سرو زرو د قاچاق قضیه هم ثبت کړې خو نوموړې تر اوسه ځکه نه‌ده نیول شوې چې ډیپلوماټیک مصوونیت لري.

د ټایمز اف انډیا د هند استخباراتي چارواکو ته د سپیناوي په اړه د ذکیې وردګ د بیان یوه برخه هم را اخیستې چې ویلي یې دي، په دې اړه حیرانه شوې او د پېښې د لا څېړنې غوښتنه یې کړې.

لا تر اوسه ذکیې وردګ او په هندوستان کې د افغانستان سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي.