ترکيه او سوريه کې د زلزلې د قربانيانو شمېر له ۴۱زرو اوښتی دی

ترکيه او سوريه کې د زلزلې د قربانيانو شمېر له ۴۱زرو اوښتی دی

د ترکیې دولتي راډیو ټلوېزیون TRT  راپور ورکړی دی چې د فبروري د ۶مې زلزلې د قربانیانو شمېر په ترکیه کې تر دې دمه له ۳۵ زرو خلکو او په سوریه کې نژدې ۶ زره کسانو ته رسېدلی دی.

فرانسپرس خبري اژانس، الجزیزې او BBC هم دې ته ورته ارقام خپاره کړي دي.

په عین وخت کې د سوریې په شمال کې هغې سیمې ته د مرستو د رسولو لپاره یوه نوې لاره پرانېستل شوې چې د بشاراسد د رژیم د مخالفانو په ولکه کې ده.

  له دې لارې په بشري مرستو بار ۱۱ لارۍ سیمې ته رسېدلې دي.

ملګروملتونو تېره شپه له سوریې سره د مرستې لپاره د ۳۹۷ میلیون ډالرو راټولونې غوښتنه کړې وه.