د کراچۍ له مرکزي زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغانان ازاد شوي دي

د کراچۍ له مرکزي زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغانان ازاد شوي دي

په کراچۍ کې د افغانستان قونسولګرۍ وايي، دا افغانان به د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

تېره اونۍ هم د کراچي له زندانونو د ۱۷۰ تنو افغانانو د ازادېدو او بېرته افغانستان ته یې د ستنېدو خبر ورکړل شوی و.

په کراچۍ کې د بندي افغانانو مدافع وکیلې منیزه کاکړ د معلوماتو پر بنسټ لا هم شپږ سوه افغانان د دې ښار په زندانونو کې بندیان دي.

د راپورونو له‌مخې تر اوسه لږ تر لږه څلور افغانان د کراچۍ په زندان کې مړه شوي چې علت یې ناسمه پاملرنه او په وخت درملنې ته نه لاسرسی ښودل شوی دی.