د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر ملي ډيالوګ ټينګار کړی دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر ملي ډيالوګ ټينګار کړی دی

د ښاغلي کرزي د دفتر په یو اعلامیه کې راغلي دي چې پخواني ولسمشر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې رافائلا یودیچه سره پرون په کتنه کې د هیواد لپاره په دایمي سولې او ثبات خبرې کړي دي.

په دې کتنه کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پر بیا پرانیستلو هم ټینګار شوی دی.

که څه هم نوي تعلیمي کال پېلېدو ته یوازې یو څو ورځې پاتې دي خو ا.ا لا هم په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې.