په غور ولايت کې د سختې يخنۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي دي

په غور ولايت کې د سختې يخنۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي دي

د غور ولایت د والي ویاند عبدالواحد حماس رسنیو ته ویلي دي، دا دوه ماشومان چې یو یې اووه کلن او بل یې نهه  کلن دی د مرکز فیروزکوه په لوېدیځ کې د یوه کلي اوسېدونکي وو چې بل کلي ته د تګ پر مهال په لاره کې یخ وهلي وو او مړي یې پرون سهار د هغوی کلي ته لېږدول شوي دي.

 د حکومت د رسمي معلوماتو له‌مخې سږ کال د ژمي د سړې هوا او د واورو د ښوېدو په پېښو کې له سلو ډېر کسان مړه شوي دي او د هېواد په ځینو سیمو کې  د هوا درجه منفي ۳۵ ته رسېدلې ده.