افغان سوداګرو له جینايي پلاوي څخه د ویزې د ورکړې په برخه کې د ستونزو د هواروي غوښتنه کړې ده

افغان سوداګرو له جینايي پلاوي څخه د ویزې د ورکړې په برخه کې د ستونزو د هواروي غوښتنه کړې ده

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره هیئت غړی خان جان الکوزی په خبره، افغانستان ته له ورغلي چینایي پلاوي څخه غوښتنه شوې ده چې چین ته د افغان سوداګرو د ویزې ستونزه دې ژر تر ژره هواره کړي.

همدارنګه د سوداګرۍ او صنعت وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، د دې وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال تېره ورځ په کابل کې د چینایي پانګه‌والو له یوه دولتي پلاوي سره کتنه ترسره کړې او دغه پلاوي هېواد کې په یو شمېر سکتورونو کې پانګونې ته لېولتیا ښودلې ده .

خو ښاغلی الکوزی وايي چینایانو په افغانستان کې تر ډېره په کانونو کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې، خو په دې برخه کې تر اوسه عملي اقدامات نه‌دي شوي.