د کاسو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي د هاګ نړیوالې محکمې ته: زه بې ګنا یم

د کاسو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي د هاګ نړیوالې محکمې ته: زه بې ګنا یم

هغه پرون دا څرګندونې هغه نړیوال قضايي هیئت ته وکړې چې د جنګي او بشر ضد جنایتونو د لسو مواردو په اړه د ده د محاکمې لپاره راغونډ شوي وو.

تاچي د خپلو مدافع وکیلانو د پرانیستونکې وینا په پای کې له ځایه ولاړ شو او ویې ویل چې دی هغه شواهدو ته په تمه دی چې له مخې یې ده ته به برائت ورکول کیږي.

هاشم تاچي وویل، د بې ګنا خلکو تعقیبول د دې سبب کیږي چې قربانیان له عدالت نه محروم شي.

د کاسوو د پخواني ولسمشر هاشم تاچي محاکمه د دوشنبې په ورځ پیل شوه.

 هغه پر دې تورن دی چې له ۱۹۹۸ څخه یې تر ۱۹۹۹ م کاله پورې له سربیا سره د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د وژنو او شکنجې وژونکی کمپاین یې پرمخ بېوئ.

څارنوالان وايي، هاشم تاچي چې د «مار» په مستعار نامه یادېدی، د جګړې پر مهال د کاسوو له ازادۍ غوښتونکي پوځ سره یو ځای تر ۱۰۰ ډېر کسان وژلي دي، چې په هغو کې اعدامونه او له بندیانو سره بد چلند شامل دی.