د راپورونو پر بنسټ مزار شریف کې د یوې خبرې غونډې پر مهال چاودنه شوې ده

د راپورونو پر بنسټ مزار شریف کې د یوې خبرې غونډې پر مهال چاودنه شوې ده

ویل کیږي چاودنه د دې ښار دویمې امنیتي حوزې ته اړوند په یوې غونډې کې چې خبریالانو، دیني عالمانو، او سیمه ییزو حکومتي مسوولانو هم ګډون کړی و، شوې ده.

په پېښه کې د مرګ ژوبلې په هکله کره جزیات ندي ورکړل شوي او نه هم تر اوسه چا د پېښې مسولیت منلی دی.

دا په دې ولایت کې دویمه امنیتي پېښه ده چې رامنځته کیږي، تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د بلخ ولایت امنیتي مقام دننه ځانمرګي برید کې د یاد ولایت والي محمد داوود مزمل ووژل شو چې د برید مسولیت داعش ډلې منلی و.