د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې قابله‌ګانو ته د مسلکي زده کړو د پروګرامونو د پیلېدو خبر ورکوي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې قابله‌ګانو ته د مسلکي زده کړو د پروګرامونو د پیلېدو خبر ورکوي

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ټویټ له مخې، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې دغه رزونیز پروګرامونه د هغو قابله‌ګانو لپاره دي چې مسلکي زده کړې نه‌لري او هدف یې دا دی چې په دې سیمو کې ښځې د مېندوارۍ ښو خدمتونو ته لاس‌رسی ولري.

دې کمېشنرۍ د دغه پروګرام د تطبیق کره سیمو په هکله او دا چې څومره ښځېنه قابله ګانې به په مسلکي ډول وروزي څه نه دي ویلي خو یوازې دا یې ویلي دي چې افغانستان د اسیا په کچه د مېندو د مړینې تر ټولو لوړ ارقام لري.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي و، د ۲۰۲۰ کال شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د زیږونې پر مهال له یولک میندوارو مېرمنو ۶۲۰ یې مړې شوې دي.

د مېندوارو ښځو سره ناوړه رواني او فزیکي چلند، خراب اقتصادي حالت او افغانستان کې پر وخت روغتیايي خدمتونو ته نه لاس رسی د مور او ماشوم  ژوند ته له لويو ګواښونو څخه دي.