هرات کې د ا.ا چارواکي وايي د افغان سوداګرو ریل ګاډۍ د ځینو مراحلو د بشپړولو له کبله درولې شوې ده

هرات کې د ا.ا چارواکي وايي د افغان سوداګرو ریل ګاډۍ د ځینو مراحلو د بشپړولو له کبله درولې شوې ده

په هرات ولایت کې د ا.ا چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران د افغان سوداګرو له مالونو ډک رېل ګاډۍ ته د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې

د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس د دوشنبې په ورځ رسنیو سره خبرو کې ویلي، دا ریل ګاډۍ د ځينو مراحلو د بشپړولو  له کبله درول شوې او بله جدې ستونزه نشته.

تر دې مخکې ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې له افغانستانه څخه ترکیې ته د لومړي ټرانزیټي کارګو ټرېن د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د یکشنبې په ماښام رسنیو د اوسپنې پټلۍ د شرکت د عمومي اړیکو د څانګې په حواله دا خبر هم ورکړ چې تر اوسه له افغانستانه هیڅ ټرانزیټي ریل ګاډۍ ایران ته نه ده داخل شوې.

د راپورونو له مخې په دې ټرانزیټي ریل ګاډۍ کې ۱۱۰۰ ټنه تالک معدني ډبرې بار دي چې د هرات ولایت له لارې د ایران د روزنک  تمځای ته رسېدلي دي.