د هرات ولایت محلي چارواکو د دغه ولایت زلزله ځپلو ته لسهاوو کورنه سپارلې دي

د هرات ولایت محلي چارواکو د دغه ولایت زلزله ځپلو ته لسهاوو کورنه سپارلې دي

د هرات ولایت د والي ویاند نثار احمد الیاس پر خپل ایکس شبکې لیکي چې د انجیل ولسوالۍ زلزله ځپلو ته ۸۰ کورونه سپارل شوي دي.

تېر کال د اکټوبر په ۷ مه یوې زورورې زلزلې د هرات ښار ولړزاوه چې د ملګرو ملتونو او څو نورو سازمانونو د یوې ګډې ارزونې له مخې څه باندې ۱۵ سوه کسان په کښې ووژل شول.

د دغه ولایت د محلي چارواکو په وینا په دې زلزله کې شاوخوا لس زره کورونه په بشپړ ډول له منځه ولاړل او  ۴۸ زره نور کورونه سطحي زیانمن شوي وو.