نن د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

نن د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

 د پولیو ضد دا کمپاین د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې تر سره کیږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف له ټولو کورنیو غوښتي دي چې له پنځو کلونو خپل کم عمره ماشومان د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

د یونېسف د پولیو د عامه اړیکو مسوول کمال شاه تېر ماښام رسنیو ته ویلي دي:چې له شرقي حوزې څخه کابل ته او له کابله د هېواد نورو سیمو ته  د خلکو تګ راتګ کولای شي دا ویروس نورو سیمو ته ولېږدوي، نو په همدې بنسټ میندې او پلرونه د دې کمپاین په ترڅ کې خپل ټول کوچنیان واکسین کړي.

کمال شاه زیاته کړه چې په دغو څلورو ولایتونو کې د پولیو کمپاین بیا ځکه پیلېږي چې په سیمه کې د پولیو د ویروس موجودیت تثبیت شوی دی.

په افغانستان کې تېر۲۰۲۲ کال د پولیو دوه مثبتې پېښې، یوه په کونړ او بله په پکتیکا کې ثبت شوي دي.

پولیو یا ګوزن یوه ناعلاجه ناروغي ده چې یوازې د واکسین له لارې یې مخه نیول کېدای شي.