د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف په لغمان ولایت کې سلګونو کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابر کړي دي

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف په لغمان ولایت کې سلګونو کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابر کړي دي

یونېسف پرون یکشنبې په یو ټویټ سره لیکلي دي چې د سویډن د نړیوالې پراختیا د ادارې په مرسته یې په دې ولایت کې درې زره کورنیو ته د څښاک پاکې او دوامداره اوبه برابرې کړې دي.

د یونېسف په وینا، تر ځمکې لاندې پاکو اوبو د رایستلو لپاره یې د برمو د اړتیا وړ برښنا لپاره څلور سوه سولري پنلونه نصب کړي وو.

یونېسف همدارنګه د پاکو اوبو پر ارزښت ټینګار کړی دی او ویلې یې دي چې پاکې اوبه د خلکو ژوند ژغوري.