د چک جمهوریت په کارلووي واري ښار کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شوی دی

د چک جمهوریت په کارلووي واري ښار کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شوی دی

د تورن نوم نه دی اخیستل شوی خو رسنیو ویلي دي چې دغه ۲۴کلن ځوان په ۲۰۲۱ م کال جرمني کې پناه اخیستې وه چې بیا له هغه ځایه نږدې پنځلس میاشتې مخکې د نوي کال په ورځ چک ته تللی و.

 یاد کس پرون  د چک د یوې محکمې لخوا د قتل د دوو هڅو او جنسي تېري په تور په ۲۲ کاله بند محکوم شو.