هندي رسنیو د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د یو سېک سوداګر د وژلکېدو خبر ورکړی دی

هندي رسنیو د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د یو سېک سوداګر د وژلکېدو خبر ورکړی دی

د راپورونو پر بنسټ د دغه سوداګر نوم ډایال سېنګ ښودل شوی چې تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه له ماسپښین وروسته درې نیمې بجې د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو سره ووژل شو.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان په کراچي ښار کې د بیرل ګیناني په نوم یو هندو ډاکتر هم وژل شوی و.

 ګیناني د سترګو ډاکتر و چې د پنجشنبې په ورځ په خپل موټر کې په ډزو سره ووژل شو.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په پاکستان کې د هندو او سېک مدافع فعالانو له قوله لیکلي، په تېرو دوو کلنو کې په دې هېواد کې لس سېکان وژل شوي دي.

د تېرو دوو ورځو پېښو مسوولیت لا تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.