د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې نهه ملیون وګړي د زده‌کړې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې نهه ملیون وګړي د زده‌کړې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري

اوچا په یو ټویټ کې لیکلي، سږ کال درې ملیونه او یو لک کسان په پام کې نیول شوی چې د زده‌کړې لپاره یې څه باندې ۲۱۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا وايي، په کورنیو ټولګیو کې د زده‌کړې په دې بهیر کې نجونې هم شاملې دي.

دغه اداره په افغانستان کې داسي مهال د زده‌کړې په برخه کې د ملیونونو کسانو د ملاتړ یادونه کوي چې اوس مهال افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او همدارنګه نجونې او ښځې له پوهنتون او کاره منع شوي دي.

که څه هم د نوي تعلیمي کال پیلېدو ته یوازې درې اوونۍ پاتې دي خو ا.ا تر اوسه هیڅ داسې نښه نه‌ده ښودلې چې ایا ټولو نجونو او ښځو ته به د ښوونځيو او پوهنتونونو تګ اجازه ورکړي او کنه؟