د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تهران کې د ا.ا حکومت ته د افغانستان د سفارت په سپارولو کې دخیل نه دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تهران کې د ا.ا حکومت ته د افغانستان د سفارت په سپارولو کې دخیل نه دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: چې په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل او لېږد د افغانستان کورنۍ مسله ده او د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې قضیه کې هیڅ ډول مداخله نه لري.

تر دې مخکې په تهران کې د افغانستان د سفارت پخواني ډیپلوماتانو ویلي و، چې د ایران د باندنیو چارو وزارت ورڅخه غوښتي چې سفارت ا.ا ته وسپاري خو دوی د سفارت وسایل او کیلي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلي دي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپل خبرپاڼه کې وايي چې په تهران کې د افغانستان د سفارت نه کوم سند او نه وسایل ورسپارل شوي دي.