روسیې له اوکراین سره د ۵۰ ماشومانو د تبادلې خبر ورکړ

روسیې له اوکراین سره د ۵۰ ماشومانو د تبادلې خبر ورکړ

د روسیې د ماشومانو د حقونو کمېشنرې ماریا لووا بیلووا پرون وویل چې د یو تړون له مخې به نهه ویشت ماشومان اوکراین ته وسپارل شي او نولس به روسیې ته واستول شي.

لووا بیلوا زیاته کړه چې دا موافقه په دوحه کې له اوکرایني لورې سره د خبرو پرمهال شوې ده، خو بلخوا د اوکراین د بشري حقونو کمېشنر  دیمیترو لوبینیتس فرانس پریس اژانس سره خبرو کې  د دې خبرې له پخلي ډډه کړې.