د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره یا اوچا وايي چې په ننګونکي چاپیریال کې میلونونو افغانانو ته مرستې رسوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره یا اوچا وايي چې په ننګونکي چاپیریال کې میلونونو افغانانو ته مرستې رسوي

اوچا پرون په یو ټویټ سره د بشري مرستو په رسونه کې د نادولتي کورني او نړیوالو موسسو د هڅو ستاینه کړې او د دې ډول مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.

که څه هم اوچا وايي، افغانستان کې خپلو مرستو ته ژمن دی خو په نادولتي موسسو کې د ا.ا له لورې پر ښځو تر لګول شویو بندېزونو وروسته، هېواد کې د مرستو رسولو چارې ډېرې اغېزمن شوي دي.

تر دې مخکې په یوه بل ټویټ کې اوچا د افغانستان وضعیت ډېر ستونزمن بللی او ویلي و چې دا هېواد نن ورځ د نړۍ له تر ټولو لوی بشري ناوړی سره مخ دی.

د اوچا له لورې اعلان شوي ارقام دا ښيي چې د افغانستان د نفوس دوه درېیمه برخه یعنې ۲۸ ميلیون وګړي روان ۲۰۲۳ م کال کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړني مرستو ته اړتیا لري.