په بلغاریا کې د یو موټر دننه د ۱۸ افغان کډوالو مړي موندل شوي دي

په بلغاریا کې د یو موټر دننه د ۱۸ افغان کډوالو مړي موندل شوي دي

د بلغاریا پولیس وايي په دې هیواد کې د یو لاري موټر دننه د یو ماشوم په ګډون د ۱۸ کسانو مړي موندل شوي دي.

د پولیسو په وینا دوی باور لري چې موټر کې موندل شوي کسان د افغانستان دي چې په غیر قانوني توګه ګاونډۍ هیواد صربیا ته په قاچاقي توګه روان وو.

د بلغاریا روغتیا وزیر اسین مېدژېدیف رسنیو ته ویلي چې له دغه موټره د ۵ ماشومانو په ګډون ۳۴ نور کسان روغتونونو ته لېږدول شوي چې د ځینو روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

له دې سره هممهاله د دې پېښې په تړاو د څلورو کسانو د نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د بلغاریا د پولیسو یو چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نیول شویو کسانو له ډلې یو تن پخوا هم د انساني قاچاق په تور محکوم شوی وه.