د ا.ا چارواکي وايي چې د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې یې د لسګونو امریکایي وسلو د قاچاق مخه نېولې ده

د ا.ا چارواکي وايي چې د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې یې د لسګونو امریکایي وسلو د قاچاق مخه نېولې ده

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خبره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، دېرش میله چره یي وسلې چې په یوه موټر کې بار وې، د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې نیول شوي دي.

د هلمند ولایت چارواکي د دغو وسلو د قاچاق په تور د دوو تنو د نېونې خبر ورکړی چې غوښتل یې وسلې له هېواده بهر قاچاق کړي.

 په هلمند ولایت کې د دغو وسلو د نیولو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې په دې وروستیو کې یاد ولایت کې امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.