د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو د روان وضعیت په اړه به د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو د روان وضعیت په اړه به د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دا خبرې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د نامناسب چلند په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي دي.

ښاغلي پرایس زیاته کړې چې متحده‌ ایالات په دې هکله له پاکستاني لورې سره په منظم ډول د خبرو په حال کې دی.

هغه همدارنګه له ټولو هېوادونو غوښتې دي، له افغان کډوالو سره چې په هر هېواد کې اوسیږي د نړیوالو اصولو پر بنسټ مناسب چلند وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلهاو افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.