کابل ښار کې د ښځو ځانګړی کتابتون د ا.ا د ګواښونو له کبله تړل شوی دی

کابل ښار کې د ښځو ځانګړی کتابتون د ا.ا د ګواښونو له کبله تړل شوی دی

د دې کتابتون مسؤلانو رسنیو ته تایید کړې ده چې د ا.ا د امنیتي مامورانو د پرله پسې امنیتي ګواښونو له کبله د کتابتون بندولو ته اړ شوي دي.

ښځو ته دا ځانګړی شوی کتابتون کابو اوه میاشتې مخکې د “بیات کریسټال بنسټ” په مالي مرسته جوړ شوی و چې په بېلابېلو موضوعاتو کې شاوخوا پنځه زره کتابونه پکې ځای پرځای شوي وو.

د دغه کتابتون یوې بنسټګرې لیلا بسیم رسنیو ته ویلي دي، په تېرو دوو میاشتو کې د ا.ا امنیتي کسانو د ښځو د کتابتون پر دروازې درې ځلې د تړلو مهر وهلی و،‌ خو دوی به لا هم هلته تللې ان تر دې چې د ا.ا له مکررو سختو ګواښونو وروسته د کتابتون د دروازې تړلو ته اړایستل شوې.‌

خو د دې کتابتون یوې بلې چلوونکې ژولیا پارسي بیا لیکلي دي، یوازې د ا.ا ګواښونه نه، بلکې اقتصادي ستونزې هم د دې کتابتون د بندېدو لامل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ا.ا چارواکو په مکرر ډول ویلي چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو لپاره د شریعت په رڼا کې د مناسب چاپېریال رامنځ ته کولو په درشل کې دي.

د دې کتابتون د تړل کېدو په اړه ا.ا لا تر اوسه څه نه دي ویلي.