فراه ولایت کې په مخدره موادو د روږدو کسانو د راټولونې پروکرام پیل شو

فراه ولایت کې په مخدره موادو د روږدو کسانو د راټولونې پروکرام پیل شو

د دغه پروګرام په لومړي پړاو کې ۸۵ تنه د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته وړل شوي دي.

د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري وايي، د دې پروګرام په بهیر کې به له فراه ښار او ټولو ولسوالیو څخه معتادین راټول او د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته یووړل شي.

فراه تر کابل او هرات وروسته درېیم ولایت دی، چې تر ټولو ډېر معتادین لري.