په ننګرهار کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو ترانه ویونکی نېولی دی

په ننګرهار کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو ترانه ویونکی نېولی دی

د خوش نصیب په نوم دغه کس په دې تور نیول شوی چې ترانې یې د سندرو په بڼه ویلې.
دا خبره د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر په خپل ټوېټر شنبه ناوخته لیکلې ده.
د مهاجر په خبره، د خوش نصیب په نوم دغه کس ته څو واره سپارښتنه شوې وه چې ترانې د سندرو په طرز ونه وايي، خو بیا یې هم خپل کار ته دوام ورکړی و .
مهاجر زیاته کړې چې خوش نصیب دمګړی نیول شوی دی او وروسته به د نورو اقداماتو په اړه رسنیو ته خبر ورکړل شي.
پر افغانستان د ا.ا تر واکمنۍ وروسته موسیقي او سندرې منع اعلان کړل شوي او د ځینو راپورونو له مخې یو شمېر سندرغاړي او موسیقي غږوونکي بندیان او د ساز الې یې ور ماتې کړل شوې دي.