په کابل کې د پروني برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی

په کابل کې د پروني برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی

رویټرز خبرې اژانس تېره شپه ناوخته د داعش د ټیلګرام چېنل په حواله دا خبر ورکړی دی چې د داعش خراسان څانګې په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی دی.

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته په پرونۍ چاودنه کې د یو ماشوم په ګډون شپږ کسان ووژل شول.

د ملګروملتونو مرستندوی دفتر افغانستان څانګې په کابل کې د دغې چاودنې په اړه په غبرګون کې ویلي دي چې دا ډول حملې د منلو وړ نه دي.

یوناما په دې اړه په یوه ټویټ کې وویل، دا د منلو وړ نه ده چې پر افغانانو د عادي ژوند په حال کې حملې کېږي.

داعش د دغه برید مسولیت داسې مهال اخلي چې وړمه شپه د ا.ا استخباراتو ادعا کړې وه چې  یوه اونۍ وړاندې یې مزار شریف کې د داعش درې مهم مشران وژلي دي.

زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي پرون دوشنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د داعش ډلې په وړاندې د ا.ا عملیات له دغې ډلې سره د مبارزې په برخه کې د ا.ا د ژمنو عملي کول دي.