د موسمې ستونزو له کبله د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون ځنډول شوی دی

د موسمې ستونزو له کبله د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون ځنډول شوی دی

له پولیو څخه د پاک افغانستان پروګرام د سه شنبې په ورځ (فبروري ۲۷) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې د افغانستان په ډیرو سیمو کې د پولیو واکسیناسیون روان دی، خو د واورو، باران او یخې هوا له امله په کاپیسا، پروان، ارزګان، زابل، هلمند، کندهار، غزني، خوست، هرات او فراه ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ځنډول شوی دی.

دغه پروګرام له خلکو غوښتې چې د نوي زېږېدلي او ناروغو کوچنیانو په ګډون خپل ټولو ماشومانو ته د پولیو څاڅکې ورکړي.

که څه هم د ګوزڼ ناروغي د نړۍ په نورو هېوادونو کې له منځه تللې، خو افغانستان او پاکستان په ځانګړې توګه د ډېورنډ کرښې دوو خواو ته پرتو سیمو کې، لا هم د دغې ناروغۍ پېښې لیدل کېږي.