د والیبال په لوبو کې افغان ملي لوبډلې مالدیپ ته ماتې ورکړه

د والیبال په لوبو کې افغان ملي لوبډلې مالدیپ ته ماتې ورکړه

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د څلورو ملتونو جام په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه درې د صفر پر وړاندې له مالدیپ څخه وګټله.

دا په روانو سیالیو کې د افغانستان پرله پسې درېیمه بریا ده.

افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې سینګاپور او په دویمه لوبه کې مالیزیا ته ۳-۱ ماتې ورکړې وې.

د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته د نومرو په جدول کې افغان لوبډله لومړي مقام لري.

دغه سیالي د فبرورۍ په ۲۵مه د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شوه  چې د لوبلړۍ درې واړه لوبې افغان لوبډلې وګټلې.

د افغانستان والیبال فدراسیون مسول فهیم صمیم رسنیو ته په یو رالېږلي پیغام کې ویلي چې تر دې وروسته به حذفي پړاو پیل شي.

د صمیم په خبره په حذفي یا ناک اوټ پړاو کې به لومړی مقام له څلورم او دویم مقام به له درېیم سره سیالي کوي او ګټونکي به د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه پایلوبه لوبوي.

 افغانستان به په نیمه پایلوبه کې نن ماښام د فبرورۍ ۲۶مه د کابل پر وخت د شپې ۸:۰۰ بجې د سینګاپور پر وړاندې ولوبېږي.