د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین په غزه کې د اوربند هڅې چټکې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین په غزه کې د اوربند هڅې چټکې کړې دي

هغه پرون چهارشنبې اسراییل ته د سفر پر مهال وویل، چې اوس یې وخت رارسېدلی چې په غزه کې اوربند ټینګ او د حماس له خوا اسراییلي یرغمل آزاد شي.

دا د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د ښاغلي بلنکین اوم سفر دی.

ښاغلي بلېنکین پرون خبریالانو سره د خبرو پر مهال د غزې پر رفح ښار د اسراییل د پوځي عملیاتو پر یو داسي منظم پلان ټینګار وکړ  چې هلته د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي.

د هغه په وینا، واشنګټن به د دغسې یوه پلان په نه موجودیت کې په دې ښارکې د پراخو پوځي عملیاتو ملاتړ ونه کړي.

خو اسراییل بیا بیا ټینګار کوي چې دغه عملیات به سرته ورسوي ترڅو په وینا یې د حماس پاتې وسله وال بشپړ له مینځه یوسي.