د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د صادراتو د کچې د لوړېدو خبر ورکړی دی

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د صادراتو د کچې د لوړېدو خبر ورکړی دی

 د دغه وزارت په وینا اوس مهال د افغانستان صادرات یو میلیارد او شپږ سوه میلیون ډالرو ته رسېدلي او د کال تر پایه به لا هم ډېر شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند، ایران، چین او روسیې ته شوي او د صادراتو عمده توکي یې د ډبرو سکاره، جوار، مالوچ او ممیز دي.

دا ادعا په داسې حال کې شوې چې د افغانستان اقتصاد د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د ا.ا  له واکمنېدو وروسته له جدي بحران سره مخ دی او د کانونو د غیرمسلکي استخراج او د ډبرو سکرو په بې توپیره صادراتو هم نیوکي کېږي.