د ا. ا یوه چارواکي ویلي، د پسرلي او نوي تعلیمي کال له پيلېدو سره به د نجونو تعلیم او تحصیل بېرته پیل شي

د ا. ا یوه چارواکي ویلي، د پسرلي او نوي تعلیمي کال له پيلېدو سره به د نجونو تعلیم او تحصیل بېرته پیل شي

د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مسوول عبدالحق حماد رسنیو ته ویلي، د دغه هدف لپاره د جوړو شویو کمېټو چارې ګړندۍ شوي دي.

که څه هم د ا.ا د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو تر اوسه دا خبره نده تاییده کړې خو د پوهنې د یو شمېر فعالانو په وینا، له پسرلي وروسته د نجونو د زده‌کړو بندیز ته پلمه نه پاتې کېږي.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې تېر کال پسرلي کې هم د ا.ا ویاندویانو د نجونو د ښونځیو د پرانيستو خبره کړې وه، خو د تعلیمي کال له پيل سره د نجونو ښونځي خلاص نه‌شول.