سلیم دراني د هند د کرېکټ یو پخوانی لوبغاړی چې په خټه افغان و، د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو

سلیم دراني د هند د کرېکټ یو پخوانی لوبغاړی چې په خټه افغان و، د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو

د هند بېلابېلو ورځپاڼو له هغې ډلې هندوستان ټایمز د یکشنبې په ورځ د کرېکټ د دغه پخواني ستوري د مړینې خبر ورکړی دی.

ښاغلی دراني په کابل کې زېږېدلی و او د ۱۹۶۰ تر ۱۹۷۰ لسیزې په ترڅ کې يې په ۲۹ ټیسټ لوبو کې ۱۲۰۲ منډې کړې وې.

نوموړی د هند د کرېکټ الرونډر لوبغاړی پاتې شوی و او یوځل یې د ویست انډیز په وړاندې ۱۰۴ منډې هم کړې وې.