په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو امر کړی دی

په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو امر کړی دی

عمران خان په دې تورن دی چې د واکمنۍ پر مهال یې دولتي ډالۍ په پټه پلورلي دي.

د اسلام اباد د محکمې د قاضي په وینا، له عمران خان څخه څو ځلې غوښتل شوي وه چې محکمې ته حاضر شي، خو د ښاغلي خان دا سرغړونه د دې لامل شوه چې نوموړی په ضمانت د ازادېدو چانس هم له لاسه ورکړي.

د عمران خان مدافع وکیل د پنځو ورځو لپاره د محکمې د دې حکم د ځنډېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، عمران خان د دوو نورو قضیو په ارتباط محکمې ته حاضر شوی و، خو قاضي دا غوښتنه رده کړې وه.