اوچا :د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې مو فعالیتونه کم شوي دي

اوچا :د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې مو فعالیتونه کم شوي دي

اوچا پرون چهارشنبې پر خپل ایکس پاڼې افغانستان کې د تاوتریخوالې د کمېدو خبره کړې خو په ورته مهال هېواد کې یې د سختو بشري مرستو له اړتیا هم یادونه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې یا اوچا په وینا، د اټکل له مخې روان ۲۰۲۴ کال به ۲۳،۷ ملیونه کسان بېړنۍ مرستې ته اړتیا ولري.

اوچا وایي، په افغانستان کې اړو کسانو ته د ژوند ژغورنې لپاره د غوښتل شویو درې میلیارډ او شپیته ملیون ډالرو څخه یوازې ۷،۸ سلنه یې ترلاسه کړې ده او زیاتوي که کافي بسپنه ترلاسه نه کړي، زیانګالي خلک، په تېره ښځې، ماشومان او د ډېر عمر کسان به له سخت وضعیت سره مخ شي.