په ترکیه کې د افغانستان د سفارت چارواکي له زلزله ځپلو افغانانو سره د لاس‌نیوي لپاره د انلاین معلوماتي ډېټابیس جوړونې خبر ورکړي دی

په ترکیه کې د افغانستان د سفارت چارواکي له زلزله ځپلو افغانانو سره د لاس‌نیوي لپاره د انلاین معلوماتي ډېټابیس جوړونې خبر ورکړي دی

په انقره کې افغان قونسل پسرلی حکیمي وایي، مرستو ته اړ کسان په دغه ډېټابیس کې نوم‌لیکنه کولای شي او سربېره پر دې د دوی د سفارت له شمېرو سره اړیکه هم نیولای شي.

نوموړي د مرستو په برخه کې د ستونزو د رفع کېدو یادونه کړې او ویلي دي چې افغانان اوس تر پوښښ لاندې راغلي دي، هغه افغانان چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او تر اوسه یې مرستې نه‌دي ترلاسه کړي،هغوی اوس کولای شي د سفارت له شمېرو سره اړیکې ونیسي.

د ښاغلي حکیمي په وینا د دوی سره د چهارشنبې تر ماښامه پورې د ۱۱۹ افغانانو مړینه تثبیت شوې ده.

هغه وویل، دا شمېرې وروستۍ نه‌دي او ښايي د ټپيانو او زیانمنو شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي.

د رشتر په کچه ۷،۸درجې زلزلې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ترکیې او سوریې ځینې سیمې ولړزولې چې په لسګونه زره کسان یې مړه او ټپیان کړل.