د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې دي باید ښځې د ښځو تر څنګ ودرېږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې دي باید ښځې د ښځو تر څنګ ودرېږي

اوچا په یوه لنډه اعلامیه کې یو وار بیا د ا.ا له لورې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله نیوکي کړي دي.

دغې ادارې همدارنګه زیاته کړې چې ښځې په نادولتي موسسو کې له ۳۵ تر ۴۰ فیصدو پورې کاري قوه جوړوي چې په ټوله کې د بشري فعالیتونو کې ۸۰ سلنه ونډه لري.

د اوچا په وینا، هڅې روانې دي چې ا.ا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز پای ته ورسوي.

ا.ا دوې میاشتې مخکې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.