د داعش خراسان څانګې په مزار شریف ښار کې پر تبیان کلتوري مرکز د برید مسولیت منلی دی

د داعش خراسان څانګې په مزار شریف ښار کې پر تبیان کلتوري مرکز د برید مسولیت منلی دی

اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې تړلې وېبپاڼې (اعماق) کې ویل شوي دي، د مزار شریف ښار په کلتوري مرکز چاودنه چې هدف یې خبریالان او شعیه ګان وو، د دوی کار دی.

پر تبیان فرهنګي مرکز تر برید دوې ورځې مخکې د بلخ ولایت پر والي محمد داوود مزمل د ځانمرګی برید مسولیت هم داعش ډلې منلی وه.

په چاودنه کې د دوو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د ۱۵ خبریالانو او څو ماشومانو په ګډون دېرش کسان ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او د خبریالانو او رسنیزو ګڼو ملاتړو بنسټونو غندلې او هغه یې ترهګریز عمل ګڼلی دی.

د افغانستان د ازاداو خبریالانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې له حکومته غوښتي چې د پېښې کره پلټنه وکړي او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دي اړین ګامونه پورته کړي.