د ايران د روغتيا وزارت مسوولانو د افغانستان د خوړو ملي ادارې سره د همکاري ژمنه کړې ده

د ايران د روغتيا وزارت مسوولانو د افغانستان د خوړو ملي ادارې سره د همکاري ژمنه کړې ده

د باختر اژانس د راپور له مخې د روغتیا وزارت د خوړو او درمل ملي ادارې د مشر، ډاکتر عبدالباري عمر په مشرۍ یو پلاوي په ایران کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت له مرستیال او د نړیوالو اړیکو له رییس محمد حسین نیکنام سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران د اقتصادي اړیکو پر ټينګښت، خوراکي توکو، درملو او طبي محصولاتو پر کیفیت، خوندیتوب، او د یادو توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو همکاریو بحث شوی دی.

که څه هم ا.ا د ایران د حکومت لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی خو دواړه خواوي له یو بل سره ډیپلوماټیکي او رسمي اړیکي پالي.