د ترکیې په هغو سیمو کې یو ځل بیا تېر ماښام شدیدي زلزلې شوي چې دوه اونۍ مخکې مرګونې زلزلې ځپلې وې

د ترکیې په هغو سیمو کې یو ځل بیا تېر ماښام شدیدي زلزلې شوي چې دوه اونۍ مخکې مرګونې زلزلې ځپلې وې

د تېر ماښام زلزله چې په ځایي وخت ماخوستن اته بجې وشوه د ریښتر په کچه ۶،۴ بلل شوې ده.

دغې زلزلې د ترکیې انتاکیا سیمه لړزولې او په سوریه، مصر او لبنان کې يې هم ټکانونه حس شوي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د تېرې شپې په زلزله کې لږ تر لږه ۳ کسان مړه شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

ترکیه او سوریه کې د دوه اونیو مخکې شوې زلزلې د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۷ زرو اوښتی دی.