د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ایران نهه سوه افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي دي

د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ایران نهه سوه افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي دي

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل رسنیو ته ویلي دي چې تمه ده نور افغان زندانیان به هم له ایرانه افغانستان ته ولېږدول شي.

په تېرې یوې اونۍ کې د زندانیانو وروستۍ ډله چې شمېر یې ۱۸۱تنه و، د پنجشنبې په ورځ اسلام کلا بندر ته ورسېدل.

پر افغانستان د ا.ا له دویم ځلي واکمنۍ راهیسي ډېر شمېر افغانان ایران ته په غیرقانوني لارو کډوال شوي چې یو شمېر یې د اسنادو د نه لرلو په تور وخت ناوخته د دې هیواد زندانونه ته اچول کیږي.