ایراني چارواکو یو ځل بیا د اوبو د حقابې موضوع راپورته کړې ده

ایراني چارواکو یو ځل بیا د اوبو د حقابې موضوع راپورته کړې ده

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي پرون د ایران ایسنا اژانس سره په خبرو کې هیله ښودلې چې تر تلې میاشتې به د هلمند د سیند اوبه ایران ته داخلې شي.

قُمي وایي چې د اوبو په تړاو د ا.ا له چارواکو سره د ایران د انرژي وزارت خبرو نتیجه ورنګړه خو هېواد یې د خپلو اوبو د برخې مسئله جدي تعقیبوي.

ا.ا وایي چې د ایران د اوبو د حق په تړاو د ۱۳۵۱هجري شمسي کال تړون ته ژمن دي، خو د پرله‌پسې وچکالیو له امله د هلمند په سیند کې اوبه کمې شوې دي.