په لنډن کې افغان او اوکرایني پناه غوشتونکو ته نوي استوګنځي جوړیږي

په لنډن کې افغان او اوکرایني پناه غوشتونکو ته نوي استوګنځي جوړیږي

د لندن ښاروال په دغه ښار کې د افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې د ۶۰۰ کورونو د جوړولو خبر ورکړی دی.

راپورونه وايي، دغه پروګرام به د ۲۰۲۴م کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې دوام کوي.

صادق خان پرون جمعه د فبرورۍ ۲۴مه وویل چې د پناه غوښتونکو لپاره د کور جوړونې دا پروګرام د هغو افغانانو او اوکراینیانو لپاره دی چې د بحرانونو له کبله له خپلو هېوادونو وتلي او اوس په لندن کې میشت دي.

د لندن ښاروال ټینګار وکړ چې ډېری پناه غوښتونکي په داسې لنډ مهاله کورونو کې اوسيږي چې د استفادې وړ نه دي.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې درې اوونۍ مخکې راپور ورکړی و چې دا مهال په بریتانیا کې شاوخوا ۹۰۰۰ افغانان له خپل هېواده تر وتلو ۱۸ میاشتې وروسته هم په لنډمهاله کورونو کې شپې ورځې تېروي.