په بلخ کې د ا.ا امنیتي چارواکي وایي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر هغه کارکوونکی یې نیولی چې یو ټکسي چلونکی یې په څپېړه وهلی و

په بلخ کې د ا.ا امنیتي چارواکي وایي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر هغه کارکوونکی یې نیولی چې یو ټکسي چلونکی یې په څپېړه وهلی و

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند اصف وزیري یکشنبه ناوخته رسنیو ته ویلي، دغه محتسب د اړوند ارګان له کړن‌لارې سرغړونه کړې او د قانون منګولو ته وسپارل شو.

په ټولنیزه رسنیو کې يو وډیو لاس پر لاس کیږي چې ښکاري د امربالمعروف او نهی عن المنکر یو کارکونکی یو ټکسي چلوونکی په ظاهره د دې لپاره په څپېړه وهي چې ولې يې نامحرمه ښځه موټر کې یوازې سپره کړې ده.

د دغې ټکسي په دویم سیټ کې یوه مېرمن لیدل کېږي چې له ماشوم سره ناسته ده او د همدې پېښې پر مهال له موټره ښکته کېږي.

د ا.ا د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د لارښونې له‌مخې د محرم پرته د ښځو پر سفر بندیز لګېدلې دی او هغوی نه‌شي کولای چې تر ۷۲ کیلومتره اوږده  فاصله کې په یوازې سر سفر وکړي .