د خبريالانو فدراسيون او يوناما، بلخ کې پر خبريالانو پرونی برید غندلی دی

د خبريالانو فدراسيون او يوناما، بلخ کې پر خبريالانو پرونی برید غندلی دی

یوناما پرون پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دی، په مزار شریف کې دا تازه پېښه د منلو وړ نده او باید چې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او افغان خبریالان چې له ځانه یې لویه زړورتیا ښودلې خوندي کړای شي.

پرون د مزار شریف په تبیان فرهنګي مرکز چاودنه کې د ا.ا د ورکړل شوي ارقامو له مخې یو تن وژل شوی او د خبریالانو په ګډون ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر درې او د ټپیانو ۱۵ کسه ښودل شوی دی.

د دې پېښې مسوولیت لا تر اوسه چا ندی منلی خو د داعش خراسان څانګې تېره پنج‌شنبه د بلخ د والي محمد داوود مزمل د وژنې مسوولیت منلی و.